{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiakc353eoa4fguv6h2hzqbaqwpithzqtrq6z6rivm45uboph5geqi",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mkbafcnrj2s2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifs5hdadp6g2fcaqxmbwf5k47xdjhukwvaatriz2ugsrwbibcwuby"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 111046
  },
  "path": "/a/33741886.html",
  "publishedAt": "2026-04-24T18:35:34.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې تر اوسه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره اووه زره دوه سوه درې شپیته افغانان مدینې منورې ته انتقال شوې دي.\nله یوې اونۍ راهیسې دا کسان په الوتکو کې سعودي عربستان ته لېږدیدلي دي.\nټاکل شوې ده چې سږکال دیرش زره افغانان له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.\nد حج سږني مراسم د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.",
  "title": "د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره څه باندې ۷۰۰۰ افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي"
}