{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreifidc5y2fkdnyqgr4ssscauobcku32vh6wtobxc5etofyajuerh44",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mk6mx2fvmii2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifkyfd3yytghd6f4fjfdy23i3lxaqox7doykv3gplqc6nbe6gkoqi"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 58116
  },
  "path": "/a/33741088.html",
  "publishedAt": "2026-04-23T17:58:55.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په هرمز تنګي کې د ټولو ایراني ماین ایښودونکو بیړیو د ویشتلو او له منځه وړلو امر وکړ.\nډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې په هرمز تنګي کې د ایران ماین ایښودونکې کښتۍ په نښه کړي او له منځه یوسي او په دې کې هیڅ شک ونه کړي.\nولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا ماین پاکونکي دا اوس هم په هرمز تنګي کې ماینونه شنډوي او دا کار باید ادامه پيدا کړي او دا هڅې باید درې برابره ګړندۍ شي.\nواشنګتن...",
  "title": "ټرمپ په هرمز تنګي کې د ماین اېښودونکو بیړیو د ویشتلو امر وکړ"
}