{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidktkfd6c427byu43aaif2nxuloy6lesnswo3bbqtuzandocjlmeu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mk3jcxq3qvl2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiaqapei6s555sfziq242yamxzblx6ev46jyslr6sg3suysxpc3w34"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 74317
  },
  "path": "/a/33737968.html",
  "publishedAt": "2026-04-22T11:24:36.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د تجارتي مالونو د انتقال په درې بیړیو باندې په هرمز تنګي کې د چهارشنبې په ورځ ډزې وشوې.\nرویترز خبري اژانس دبریتانې د سمندري تجارت او امنیت د ادارې د سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې دلایبریا بیرغ لاندې یوې بیړۍ باندې د عمان په شمال ختیځ کې ډزې شوي دي.\nد بیړۍ کاپیتان ویلي چې د ایران یوه توپ لرونکې کوچنۍ کشتۍ دغې بیړۍ ته ورنږدې شوې او ورباندې یې ډزې کړي خو بیړۍ چلوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.\nدغه راز دیوې یونانۍ کمپنۍ ترادارې لاندې د یوې تجارتي بیړۍ چې ورباندې ډزې شوي  کاپیتان یې ویلي چې پیل کې...",
  "title": "هرمز تنګي کې دریو بیړیو باندې نن ډزې شوي"
}