{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreig73olir657jvzqka3ynvcm273kl7g2mevm4qlqnpixu5k6kgpuru",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mjyvikssxw52"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiezzb3b3ncouvyaj24vneh54b3n3sz3rkv3wekpsckksgtsjjjsga"
    },
    "mimeType": "image/png",
    "size": 657017
  },
  "path": "/a/33737011.html",
  "publishedAt": "2026-04-21T09:15:44.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران وریدو اټکل کړی دی.\nد دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به نن په فاریاب، بادغیس، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې باران ووریږي.\nد هوا پیژندني ریاست په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دغو ولایتونو کې به د باران کچه له لسو تر شل ملي متره پورې وي.\nملګرو ملتو د اونۍ په پيل کې په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې د وروستیو څو اونیو ورښتونو او سیلونو له درې اویا...",
  "title": "د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی"
}