{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreializpbs5nzuxlvxjx52lj2mawistgfd7rqgjc2msze4bmolcp4ra",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mjyvif7vo452"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiezyq6tfzy2phge7cgiynewfkslc4wl5dehtj77yermmow57mkgai"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 151161
  },
  "path": "/a/33737027.html",
  "publishedAt": "2026-04-21T09:21:28.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.\nیوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.\nد اروپایي ټولنې د...",
  "title": "د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي"
}