{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiheab3dnpojqsypzdnu3kj7ahec6y24rvaeut3w35byslcywvach4",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mjrm6vvr7d62"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreig47f375ofzecmvyk65l5o4sz6r7t5xcj3tm54jwbv57ihiriaay4"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 161034
},
"path": "/a/33735166.html",
"publishedAt": "2026-04-18T12:37:19.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.\nد دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.\nد وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.",
"title": "د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې"
}