{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiamncu6d5xjvlpini6psalladoxs5mvdjy7jwobobj7k6kfdvy5xi",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mjr54xrdzda2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreihkk4y32rdptirio2jnb7xhlpsmuclj6jjkyb4rwfqtcz5b3g7v5m"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 139282
},
"path": "/a/33735103.html",
"publishedAt": "2026-04-18T09:28:50.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.\nد طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.\nبیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.\nد حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.",
"title": "له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې"
}