{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreicskofoouypc57feookzsoxxurj4gfi2sdsspdn7jdsmmqxhjaz4e",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mjkmibhkmtl2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreicwg6te7jr3jdwrmw6wu7pn6oz6be7dw6v2gqcdum53lohyko374e"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 115541
},
"path": "/a/33733074.html",
"publishedAt": "2026-04-15T18:26:07.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي، د چهارشنبې په ورځ د ترکیې په جنوب ختیځ کې د قهرمان ماراش ولایت په یوه ښوونځي کې د ډزو پرمهال نهه تنه ووژل شول.\nد ترکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چیفتچي زیاته کړه چې په دې پېښه کې اته زده کوونکي او یو ښوونکی وژل شوي او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي. د زخمیانو له ډلې د شپږ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.\nد پولیسو په وینا د اتم ښوونځي یوه زده کوونکي په ټوپک په دوو ټولګیو کې پر خلکو ډزې وکړې چې دا برید کوونکی په خپله هم وژل شوی دی.",
"title": "د ترکیې په یوه ښوونځي کې د ډزو پرمهال ۹ تنه وژل شوي"
}