{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiedgth5k4bozqk6tswelr4c5erymtlxugwaytfmkmwhs62luxb2tu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mj6euhjjf572"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicg7ea36ivwmmal5krrrwd3w3ay7ib6bczh3kfqifopslobororoy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 64916
  },
  "path": "/a/33729511.html",
  "publishedAt": "2026-04-10T19:30:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "په داسې حال کې چې د لبنان په جنوب کې متقابل بریدونه روان دي، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د لبنان او اسرائیل ترمنځ په امریکا کې خبرې ترسره شي.\nد لبنان د حزب‌الله عمومي منشي، نعیم قاسم، د جمعې په ورځ د لبنان له حکومته وغوښتل چې اسرائیل ته له «وړیا امتیاز» ورکولو ډډه وکړي.\n د هغه په لیکلي پیغام کې چې د المنار تلویزیون له لارې خپور شو، راغلي: «موږ پخواني حالت ته بېرته ستنېدل نه منو.»\nایران د لبنان پر وړاندې د اسرائیل د بریدونو بندېدل د وروستي اوربند له شرطونو څخه بللي، خو امریکا او اسرائیل...",
  "title": "لبنان او اسراییل په امریکا کې خبرې کوي"
}