{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreihoatvyuckrxeqpzheziqol74lilrmbc6qqyard4fmpxa25lwysnm",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mj3rmkhuz7k2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreigrbifyy4zf5tnd5q5j4quxqlgoxdnsiwujtctcrhr72zomhyyzka"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 41270
  },
  "path": "/a/33728745.html",
  "publishedAt": "2026-04-09T19:45:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوولې کایا کالاس ټینګار کړی چې له ایران سره د اوربند تړون باید لبنان ته هم وغځول شي، او خبرداری یې ورکړی چې د اسرائیل دوامداره بریدونه کولی شي دا تړون کمزوری کړي. \nهغې د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۰) په ایکسپاڼه کې لیکلي: «د اسرائیل اقداماتو د امریکا او ایران ترمنځ اوربند تر سخت فشار لاندې راوړی دی. دا اوربند باید لبنان ته هم وغځول شي.» \nد لبنان د روغتیا وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په هم‌مهاله هوايي بریدونو کې په بیروت او نورو سیمو کې د وژل شویو...",
  "title": "اروپايي ټولنه وايي، له ایران سره اوربند باید لبنان هم راونغاړي"
}