د وروستیو دوو اوونیو په سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
April 9, 2026
له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن اعلان وکړ چې د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي ۱۲۹ ژوبل شوي او ۹ تنه بې درکه دي.
د وروستیو دوو اوونیو د سېلونو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه له پېښو سره د مبارزې د ادارې له اعلان سره هممهاله سېف دي چلډرن ویلي چې وروستیو شدیدو سېلونو او ورښتونو ماشومان سخت اغیزمن کړی دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴،۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپناه او...
Discussion in the ATmosphere