{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiagvapkwxsgaagrgf77gxdsofpp2oejviujsdryqj5fzvwy4hnscu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mivekingdvq2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreieelu2if2qdr3rwedhyckirudoxn4bgtvciicu4zymnhokfz74t4y"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 36920
  },
  "path": "/a/33726572.html",
  "publishedAt": "2026-04-07T08:15:30.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "په خوست کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.\nد باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین (۱۷ حمل) د خوست ښار په ګنګیني کلي کې شوې ده.\nد طالبانو چارواکو ویلي چې دېوال د بارانونو له امله زیانمن شوی و او وروسته راپرېوتی دی.\nله پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وروستیو طبیعي پېښو لکه درنو بارانونو او سېلونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ...",
  "title": "په خوست کې د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې ۳ ښځې مړې شوي"
}