{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiaydzabl52dffgc2m7jvlttm4zhorvyocf766zjarduk6pnfyw5jy",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3miuczr4mcga2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidjwin3z73j2mxt3pbj4sbk5z7wuipsgk52bhcy7gbnf3gzgrmbgy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 98135
  },
  "path": "/a/33726100.html",
  "publishedAt": "2026-04-06T19:55:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.\nد دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.\nهغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.\nتر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي. \nچارواکي وايي چې...",
  "title": "د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۱۰ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي"
}