{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiguygnddebt54y7qofv5ugm35dxzihm4ab2cdcamwipj7xe3ix7oi",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mimgp7jzcwc2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreih3uk7udpopkrp2ab2bcg6rj2nuh4nisovtmo3agm6pohivleu5qy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 82165
  },
  "path": "/a/33724309.html",
  "publishedAt": "2026-04-03T18:11:50.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو اداره  وايي چې دوی د اوکراین د امنیتي خدماتو  لخوا د مسکو په یوه سوداګریز مرکز کې د یوه روسیي چارواکي په وړاندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.\nد روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې پلان درلود چې د چاودیدونکو توکو یوه وسیله له لرې واټن څخه هغه مهال وچوي چې دا چارواکی له دې سوداګریز مرکز څخه لیدنه کوي.  \nروسیې د دې احتمالي برید او د دې چارواکي چې ممکن برید پرې شوی وای نور  جزییات نه دې ورکړي.",
  "title": "روسیه د اوکراین د یوه پټ برید د شنډیدو ادعا کوي"
}