{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiahn4aolqd2q4jojcvyzfjtkz2f2hnioxwrqvpbg2od3ipdrtf4vy",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mimgowvsvuz2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidouvf3klxwaq6qaxc5lkchwrsin75f2gvi5fem46dvxglo7cyqfq"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 56835
  },
  "path": "/a/33724314.html",
  "publishedAt": "2026-04-03T18:20:58.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "راپورونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغان  طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازیو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو جزییات یې نه دي شریک کړي.\nدا خبرې چې د پنجشنبې په ورځ د چین په شمال لویدیځ ښار ارومچي کې پيل شوې. د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا خبرې په تدریجي او مثبت ډول پر مخ روانې دي.\nد دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، له تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د اسلام اباد او کابل ترمنځ تر بل هر وخت سختې نښتې شوې دي.\nچین له افغانستان او پاکستان سره په...",
  "title": "چین وایي چې د اسلام اباد او کابل تر منځ د روغې جوړې په خبرو کې پرمختګ شوی"
}