{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiecwl5ul5rfabeyetrijti7rzdo47ofcn7l6m6b6nwozmjxt4fjhe",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mie4lh3e27t2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibvqwl3mwrsn2o7itguxktxe3rhzopzxsx3ilerqofmvkwavqngne"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 159468
  },
  "path": "/a/33721365.html",
  "publishedAt": "2026-03-31T10:20:36.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "له طبیعي پېښو سره مبارزې ملي اداره وايي چې د بارانونو، سېلونو، د غرونو د ښويېدو او تندر له امله په تېرو څه باندې ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۴ تنه مړه شوي دي.\nدې ادارې نن سې‌شنبه (۱۱ حمل) په ایکسپاڼه کې په يو پوسټ کې ويلي چې ۱۷ نور کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۴۸۰ کورونه په بشپړ او يا جزوي ډول ويجاړ شوي دي.\nپه خبر کې زياته شوې چې د دغو پېښو له امله تر ۶۰۰ زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.\nطالبانو د دوشنبې په ورځ ويلي و چې په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان د سختو...",
  "title": "په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي"
}