{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreigjf3lfr2ca6k3ebfof4yywtrclbwg3o4xfekwsh6e2lza2oyq5bu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mie4laab2gk2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreihvhbmzrqs6tqpx3bqnqq5dfvyucljqmcht6uydq2duma6tvct37i"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 131005
  },
  "path": "/a/33721373.html",
  "publishedAt": "2026-03-31T10:28:14.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د خيبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د سرحدي ځواک چارواکي ادعا کوي چې د باړې په اکاخېلو کې پوځ د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ وسلوال وژلي دي.\nد سرحدي ځواک (ایف سي) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، نن (د مارچ پر ۳۱مه) د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه پرون ماښام شوي دي.\nچارواکي ادعا کوي چې وسلوال له تېرو څو اوونیو راهیسې د خيبر په باړه سيمه کې ګرځېدل، پر یوه دولتي روغتون یې قبضه کړې وه او د پولیسو سرتېري او ولسي خلک یې په نخښه کول.\nتر...",
  "title": "د پاکستان امنیتي چارواکي د خپلو ۱۰ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کوي"
}