{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiff5lh3fassx2wszbcsdcl6ytu4ojeuc23mahpq6dgrsqvbgpixvm",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mi5nhydvn3v2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreid4sugzfzkatyhoodznrmhxosrgqsnc7w4quuuffurvbrggjl7gem"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 94825
  },
  "path": "/a/33718773.html",
  "publishedAt": "2026-03-28T19:50:32.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو  د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر عبداله بن زاید ال-نهیان سره د افغانستان او پاکستان پر وضعیت خبرې وکړې.\nد طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دواړو هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ د ټیلفوني مکالمې په ترڅ کې د افغانستان او امریکا پر روابطو هم خبرې کړې دي.\nپه خبرپاڼه کې د متقي په وینا راغلي دي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړي.\nد خبرپاڼې له مخې د...",
  "title": "د طالبانو او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د کابل- اسلام اباد پر اختلافاتو خبرې وکړې"
}