{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidqbzebjxf7u2xzowu57opupt4cgfkslqmj35avqps5myocjttkzy",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhzpq4tvnhe2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiciulkgr6ctb7umkigvae6z7bepmobiiyifsvqsbg7udafzpubi4i"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 82029
  },
  "path": "/a/33717764.html",
  "publishedAt": "2026-03-27T07:41:23.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "متحده عربي اماراتو خپل متحد واشنګټن او نورو لوېدیځو شریکانو ته خبر ورکړی چې د یوې نړیوالې ځانګړې سمندري قوې په چوکاټ کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ګډ کار ته چمتووالی لري.\nدا خبره فایننشل ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) د خپلو باوري سرچینو په قول خپره کړې ده.\nتر اوسه د اماراتو د دې وړاندیز نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د خلیج د سیمې ځینې هېوادونه، لکه متحده عربي امارات او سعودي عربستان، غواړي له «انفعالي» دریځه ووځي او د ایران پر وړاندې «عملي...",
  "title": "د هرمز تنګي د خلاصون لپاره په ګډ ځواک کې ګډون ته د اماراتو چمتووالی"
}