{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidgvmvzatlvjoh3hxv4lvpp7kckkyxt7ggayk4xt5okidt4rz7vby",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhzppyhvar72"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiblxl3t2bkhjqxbvw7xao5xxsdwmp2dtkvkw4dg6cgzcbseep6jpe"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 137621
  },
  "path": "/a/33717765.html",
  "publishedAt": "2026-03-27T07:43:30.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراییل او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې ده.\nپه دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نخښه شوي دي، همداراز په سعودي عربستان، کویت او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې هم ویشتل شوي دي.\nسپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د بېلابېلو ډولونو توغندي کارولي، چې پکې د جامدو او مایعو...",
  "title": "سپاه پاسداران وايي، پر اسراییل او امریکايي اډو یې د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي"
}