{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreigg7mu2paffmc3tjljzj5aornvc45nsmh3rzuh25svlw5bffepi54",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhxotlhakgj2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreif4alzu4dejsiru2uggob7nlxwhdmr5hdcwpl3zephggzin4vivdy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 85299
  },
  "path": "/a/33717107.html",
  "publishedAt": "2026-03-26T12:00:24.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې مخکې تر دې چې ناوخته شي له امریکا سره دې خبرو اترو ته جدي شي.\nډونالډ ټرمپ نن په تروت سوشل کې لیکلي چې ایراني مرکه چیان ډير متفاوته او عجیبه دي. دوی موږ ته زارۍ کوي چې روغه وکړو خو په عام ډول بیا وایي چې موږ د مذاکراتو په اړه  غور کوو.\nد ولسمشر ټرمپ تر دې خبرو څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د خبرو اترو هیڅ پلان نه شته او یوازې پيغامونه تبادله شوې دي.",
  "title": "د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ"
}