{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreibpspjiduk6ekh2xrbabsz2645ok3hs6y7rbtka2c5shlabpg4hjq",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhvyg5hfrtg2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiepjohfblktgrfbb37dv2nsifqiwi2jtkcceujb7q23p4gvte5jzy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 87071
  },
  "path": "/a/33716315.html",
  "publishedAt": "2026-03-25T20:40:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د سخت باران له امله په هلمند ولایت کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي دي.\nد طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) د سنګین ولسوالي په کارېز کلي کې وشوه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.\nپه خبرپاڼه کې د کور د چت د نړېدو علت سخت باران ښودل شوی دی.\nهمداراز، شپږ نور کسان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي او د درملنې لپاره سیمه‌ییز روغتون ته وړل شوي دي.",
  "title": "په هلمند کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه شول"
}