{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreifx6vg56lxnjohuwy3ux3keijyam6okqyskq4e5zkvff763fu6rd4",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhsuaxcu4va2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiea2ff7ivfdnme3qsxok4v5u7dylpfvnru5x67z2i7mfxye5wodsi"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 68436
  },
  "path": "/a/33714476.html",
  "publishedAt": "2026-03-24T13:54:51.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې کویل د اختر په مناسبت خوشې شوی دی.\nد یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کویل د افغانستان د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوی و، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.\nپه بیان کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو له سفیر او د دینس کویل د کورنۍ له یوه غړي سره ولیدل.\nد فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، کویل شاوخوا یو کال...",
  "title": "د طالبانو حکومت یو امریکايي تبعه دینس کویل خوشې کړ"
}