{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreic2chzdipxj2pb7xqvkal2edwrnelinve3jimoigauunljebqdoeu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhsnkx7frzf2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifyuuxrt46i5gh5zzh577zivcsalf6ztwqmdojslmg2mx32i7kdcm"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 58626
  },
  "path": "/a/33714337.html",
  "publishedAt": "2026-03-24T11:19:24.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال اعلان کړی چې «د اسلامي جمهوریت د رهبر په موافقه او د مسعود پزشکیان په حکم، محمدباقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.»\nمهدی طباطبایی دا خبر د سې‌شنبې په ورځ د ایکسپاڼې له لارې اعلان کړ.\nمحمدباقر ذوالقدر د علی لاریجانی ځای ناستی شو، چې د کب په ۲۶مه په تهران کې د اسرائیل په برید کې وژل شوی و.\nمحمدباقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.",
  "title": "محمدباقر ذوالقدر د لاریجاني پر ځای د ایران د ملي امنیت شورا مشر شو"
}