{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreib724r6smpkyr5p7q6vneimwiue5fw2hb5j6z4nyqrfjqwej4zcve",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhm4en5arsb2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreidq4jgkrjutsusnyeqgawxwoscirlyo35g253gfmc3jdyajzh2kni"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 53335
},
"path": "/a/33712375.html",
"publishedAt": "2026-03-21T22:00:00.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "تر شلو زیاتو هېوادونو اعلان کړی چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره به په هرمز تنګي کې ګډه همکاري وکړي.\nدوی د دې مهمې سمندري لارې د بندولو لپاره د ایران اقدام غندلی دی.\nپه ګډه اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) د ۲۲ هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دوی چمتو دي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي.\nپه اعلامیه کې د خلیج په سیمه کې پر ملکي سوداګریزو کښتیو د ایران وروستي بریدونه او همداراز پر غیرنظامي بنسټونو لکه د تېلو او ګاز پر...",
"title": "۲۲ هیوادونو د هرمز تنګي د تګ راتګ لارې په پرانستلو کې همکاري ته تیاري وښوده"
}