{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreieczw2egnpm4wy4jpabzficnt6zayhfeothv6cqdffjhnq76gqgay",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhihwmolcfp2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreignb66eq7v5o23z2j4r2rvhg3nz6mjagou4c7z4wiem7ooce3fb2y"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 41342
},
"path": "/a/33711455.html",
"publishedAt": "2026-03-20T07:43:24.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "په کویت کې د «مینا الاحمدي» د تېلو د تصفیې پر فابریکې د جمعې په سهار (۲۹ حوت) د څو بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول.\nد کویت د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید له امله د دې چاڼځای ځینو برخو اور اخیستی دی.\nد کویت چارواکو ویلي چې د فابریکې په ځینو برخو کې فعالیتونه درول شوي، خو په دې پېښه کې د سر زیان نه دې پېښ شوی او د ژغورنې ډلې د اور وژلو هڅه کوي.\nله کله چې د ایران پر ضد د اسرائیل او متحده ایالات امریکا جګړه پیل شوې، پر دې چاڼځای دا څویم برید دی.",
"title": "د کویت پر یوه چاڼځای د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول"
}