{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiayea6quyyoc77brxwuzqmvqgy4jiw2g7clai6s2gciyiixlbvs5m",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhgefpmvhvr2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidcrbvlrv6u3ngdiwmp56p37egwrfhrlv3bndspxzzi4eupc2fq24"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 76702
  },
  "path": "/a/33710747.html",
  "publishedAt": "2026-03-19T13:24:47.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له بریدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې دتیلو بیه لوړه شوه.\nد پنجشنبې په سهار اروپا کې د مالي بازارونو له پرانیستلو سره سم د یوې بوشکې خامو تیلو بیه ۵ سلنه لوړه او ۱۱۴ ډالرو ته ورسیدله.\nدا په تیره یوه اونۍ دتیلو ترټولو لوړه بیه ده . دتیلو بیه د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه .\nاروپا کې د ګازو بیه هم د پنجشنبې په ورځ ۳۵ سلنه لوړه او ۷۴ ډالرو ته ورسیدله.\nد پارس جنوبي په تاسیساتو باندې داسرائیل له برید وروسته ، ایران دخلیج د څو...",
  "title": "د تیلو او ګازو بیه یوځل بیا لوړه شوه"
}