{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiaktwjm4aioxzasg4f5qnxuhmqswgdtzzg6ntocbyd47lk4x6zfwu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhea53hy3as2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibeh5s5lv3eqox6i37s3ngrkfj7gnwkugsi73lutbcs3wdlfsto7a"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 107615
  },
  "path": "/a/33710037.html",
  "publishedAt": "2026-03-18T17:45:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "یو شمېر هغه کسان چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په کابل کې وژل شوي وو، د چهارشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول.\nد فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سره میاشت ټولنې رضاکارانو لسګونه لرګین تابوتونه له امبولانسونو څخه کښته کړل او د کابل په لمنه کې یوې غونډۍ ته یې د قبرونو پر لور انتقال کړل.\nله بلې خوا، ځینو کورنیو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د معتادانو د درملنې په مرکز کې، چې پاکستان پرې هوايي برید کړی و، د خپلو عزیزانو د موندلو لټه کوله.\nد طالبانو حکومت ادعا کړې چې د...",
  "title": "د معتادانو په روغتون کې وژل شوي د کابل په لمنه کې خاورو ته وسپارل شول"
}