{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreida66akvi4r7wdumi4nfevlmtxvl45yqtajztfbvilqzqxb3qmqdy",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mguluogpoqy2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiakkpu7guy2zfcny3hdbl7e7ghagvsa6tuc3gtvkglqg4qc7wggj4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 122571
  },
  "path": "/a/33702913.html",
  "publishedAt": "2026-03-12T10:56:34.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د طالبانو د حکومت یو ویاند وايي چې د پاکستان له لوري پر خوست ولایت د توپونو د برید په نتیجه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.\nد طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پاکستان نن سهار شاوخوا ۴ بجې د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په صدقو کلي کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې څلور تنه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. \nده همداراز ویلي چې پاکستان د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو هم د درنو وسلو بریدونه کړي خو له کبله یې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی...",
  "title": "طالبان وايي، د پاکستان له لوري پر خوست د درنو وسلو په ډزو ۴ ملکیان وژل شوي"
}