{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreid3sr4nuakou24zbfwoqqcynewsktpidcsgjsn4uxfwxe4hgqfx7q",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mgglc6iyuyj2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreif5v22oez6plgt23rmsnvkjg5f3rlgeq5olcv33mk5p4qgvv7odx4"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 73057
},
"path": "/a/33697740.html",
"publishedAt": "2026-03-06T21:35:00.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "روسیې د طالبانو له حکومت او پاکستانه وغوښتل چې په خپل منځ کې د نښتو د زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.\nد روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفووا پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسلهوالو نښتو د راپورونو له امله اندېښنه لري.\nهغې وویل چې په وروستیو ورځو کې په دغو جګړو کې، چې د راپورونو له مخې الوتکې او درنې وسلې هم پکې کارول شوې دي، دواړو لورو ته تلفات اوښتي او ملکي وګړي هم اغېزمن شوي دي.\nزاخارووا زیاته کړه چې په...",
"title": "روسیې له طالبانو او پاکستانه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه"
}