{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreigtbqaiihgr4tmudkah3vznervvzfqr2qcz3sniekbm225gofek3u",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mg5syfn7nj22"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibqvbrkvdnjbfblmbvumowyme4glxbrp5b5h6g4zwi5uc22rakgbe"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 46449
  },
  "path": "/a/33692929.html",
  "publishedAt": "2026-03-03T09:43:47.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د سې‌شنبې په سهار شپږمې ورځې ته داخله شوه، په داسې حال کې چې دواړه لوري د جګړې په ډګر کې د لاسته راوړنو ادعاوې کوي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته، په ځانګړي ډول د کندهار په جنوبي ولایت کې، د هوايي بریدونو راپورونه ورکول کېږي.\nد طالبانو د دفاع وزارت ویاند نن سې‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جګړه روانه ده د طالبانو ځواکونو د پاکستان یو لوی زغره‌وال پوځي مرکز نیولی او هلته یې یو زغره‌وال ټانک ویجاړ کړی دی.\nدا وروستۍ څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د مارچ په...",
  "title": "د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې نن په شپږمه ورځ هم دوام لري"
}