{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreia7bpo6ap33vje7iqu4bfu35uicyvudwayzobs7hawo6sgdqpdp4m",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mfriknbqg7u2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreib4ranowghmypjvy7mykuofc37ua63ruyjcfopo76la3uskepexnm"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 37655
  },
  "path": "/a/33688757.html",
  "publishedAt": "2026-02-26T11:19:35.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف نن اعلان وکړ چې جاپان د ۴.۴ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده، او په دې پیسو به شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته، چې نیمایي یې ماشومان دي، ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې شي. \nدا مرسته په داسې حال کې کېږي چې بشري کړکېچونه او جبري کډوالۍ زیاتې شوې دي.\nیونیسف تایید کړې چې د جاپان له لوري ورکړل شوې دا ۴.۴ میلیون ډالره به د افغانستان هغو خلکو ته د بیړنیو او حیاتي خدمتونو په برابرولو ولګول شي چې د طبیعي پېښو او بیړنیو حالاتو له امله زیانمن شوي دي.\nد دې بودجې له...",
  "title": "جاپان یو وار بیا له افغانستان سره بشري مرسته اعلان کړه"
}