{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreihj2wrgq7o2m7p6ph6gpogwhdfqf6umq5iqemwzddpn7qcr2dpyri",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mfd2mo5lddh2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreialasnl4za53hcjohhnynmrgkca3kijhchw6pcqrixj4deejwwoy4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 76532
  },
  "path": "/a/33683663.html",
  "publishedAt": "2026-02-20T19:46:54.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي.\nله ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟\nښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې ویلی شم چې دا موضوع تر غور لاندې ده.\nد امریکا ولسمشر تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو لس-پنځلس ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پریکړه کوي.",
  "title": "امریکا ښایي پر ایران محدود پوځي عملیات وکړي"
}