{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreif2kbineo3gsk6pr3gf36yh243cpufohdldspyg76rhbzdntksupe",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mep4fklxf4h2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreigmzetdlc4jvordxidpqq6q54npn7hgilqglrwpuhvgdr6igot4uy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 54880
  },
  "path": "/a/33676408.html",
  "publishedAt": "2026-02-12T21:04:01.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "سعودي عربستان د افغانستان له سرې میاشتې سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه.\nپه کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال علي محمد الحصان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت دا مرسته شوې ده او ریاض ژمن دی چې په هر راز شرایطو کې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.\nنن د شعبان پنځه ویشتمه ده، له ننه څلور یا پنځه ورځې وروسته به د روژې لومړۍ ورځ وي.",
  "title": "سعودي عربستان له افغانستان سره د خرما مرسته وکړه"
}