{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreidgy5cpllxpy2pqcbnbek5sj2qdimdf5qraqvjnqjzyypx5ztx47m",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mep4f3zb3uw2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreiajagszojywcehoovxmndhhmj44zqjyxbnkpyso7qyudgdh6dl6cm"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 68363
},
"path": "/a/33676414.html",
"publishedAt": "2026-02-12T21:20:16.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ استرالیا له زیمبابوې سره، کاناډا له متحد عربي اماراتو سره او هالنډ د امریکا له متحد ایالتونو سره مسابقه کوي.\nد پنجشنې د ورځې په لوبو کې ایټالیا نیپال ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه دا په نړیوال جام کې د ایتالیا لومړۍ بریا ده. د پنجشنبې په بله لوبه کې سریلانکا عمان ته او هند نامیبیا ته ماتې ورکړه.\nدا نړیوال جام د فبروري په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شوی چې پایلوبه یې د مارچ په اتمه ده.",
"title": "د کرکټ د نړیوال جام په تاریخ کې د ایټالیا لومړۍ بریا"
}