{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreifrxy6iracyzjsmfb6jmmxtk2osqu7ptluydt5ntjzmqerge4kdky",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3meb2cy7skxk2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreids4sccmjo2k7wvk7wxafexkhrey2ij7die3wdy7usbkzkfzudmkm"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 58956
  },
  "path": "/a/33671966.html",
  "publishedAt": "2026-02-07T07:40:55.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.\nزلمي خلیل زاد د هند ( این ډي ټي وي) ته وویل چې واشنګتن په افغانستان کې د لږ تر لږه دوو امریکایي اتباعو   د خوشي کیدو غوښتنه کوي.\nخلیلزاد له دې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې په برخه کې د امریکا رضایت ترلاسه کړی دی او د دوی د هڅو په لړ کې د داعش ډیر غړي له...",
  "title": "خلیلزاد: طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي"
}