{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreihu537hcwdujacu4zjvwlr3v3nrybshl6ir6no3iq5u5aj6km3cme",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3me5k27ftzyg2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidkmnksomgmf6pfw3oturgsncgmxa3rlkd7r7il24jepakzimream"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 93379
  },
  "path": "/a/33670708.html",
  "publishedAt": "2026-02-05T20:45:58.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "راپورونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمیر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمیرې د تیرو درې میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.\nد دې وزارت ویاند شرافت زمان کورنیو رسنیو ته وویل چې تنفسي ناروغان د پروسږکال په پرتله زیات شوې دي او د دې ناروغانو لویه برخه زاړه خلک دي.\nښاغلي زمان دا ونه ویل چې پروسږکال څومره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي و.  د روغتیا نړیوال سازمان د دوه زره پنځه ویشتم کال تر نیمایي پورې شمیرې خپرې کړې دي چې د هغوی له مخې له جنوري تر جولای میاشتې پورې...",
  "title": "په افغانستان کې په میلیونونو کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي"
}