{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiexm2fldywoqsnfu5j3532i425amwozyuuhqctduc7mvfywhlilia",
    "uri": "at://did:plc:gjcmzg7oechvuqirsehbh7j3/app.bsky.feed.post/3mjpjudztwuv2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifzj2g2aferbfi5hbgiu34inhiedozmqqs42gngu5rogv2bux2xly"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 106559
  },
  "path": "/a/8138770.html",
  "publishedAt": "2026-04-17T15:41:11.000Z",
  "site": "https://www.pashtovoa.com",
  "tags": [
    "امریکا",
    "سیمه"
  ],
  "textContent": "د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت نن جمعه (اپریل۱۷) اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو په اړه د ارزونې لپاره د مهمو مرکو برخه بشپړه کړې ده.\n له افغانستان څخه د ځواکونو د بې نظمه وتلو د تحقیقاتو د کمېټې مشر شان پارنل، چې په خپله یې هم په افغانستان کې دنده ترسره کړې، په خپل ایکس کې د مرکو د بهیر د ختمېدو اعلامیه خپره کړې ده.\nد متحدو ایالتونو د جګړې وزارت (پنټاګون) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو مرکو کې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د پوځ د یو شمېر پخوانیو...",
  "title": "پنټاګون له افغانستان څخه د ځواکونو د بې نظمه وتلو په اړه د مرکو بهیر بشپړ کړی"
}