په افغانستان کې تازه واورو او بارانونو پنځه تنه مړه کړي
د امریکاغږ پښتو [Unofficial]
February 6, 2026
د افغانستان په اکثریت سیمو کې بارانونه او واورې لا هم روان دي او له کبله یې په تازه پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.
دا واورې او بارانونو له څو اونیو راهېسې روان دي او د ځاني زیانونو ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د جمعې په ورځ (فبروري شپږمه) رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي چې د دغو واورو او بارانونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «په هرات، غور، فراه او نورستان ولایتونو کې پنځه تنه...
Discussion in the ATmosphere