{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreihtwd2x3q4nsl5gqmz6gc72hd24afpei3pfawhilumtmtrzju7adq",
    "uri": "at://did:plc:gjcmzg7oechvuqirsehbh7j3/app.bsky.feed.post/3me7gh77hjnp2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifkfpesrvksx5g2saxhlwo3pjhfovvru5qmtstdgbpcsie6zxoxju"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 77329
  },
  "path": "/a/us-iranian-negotiators-meet-separately-oman/8111566.html",
  "publishedAt": "2026-02-06T16:24:58.000Z",
  "site": "https://www.pashtovoa.com",
  "tags": [
    "لمړي خبرونه"
  ],
  "textContent": "امریکایي او ایراني استازو د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۶ مه) په مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره جلا جلا ولیدل، تر څو د امریکا هغو غوښتنو ته د دپلوماټیک حل لاره ولټوي چې له مخې یې د ایران رژیم باید د اټومي وسلو له هیلو لاس واخلي او د ولسي پاڅون پر وړاندې د خونړۍ ځپنې بهیر ته د پای ټکی کیږدي.",
  "title": "په عمان کې د امریکايي او ایراني استازو جلا جلا غونډې"
}